Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 20:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 هغۀ ووئيل چې مِهربانى وکړه او ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې زمونږ خاندان په ښار کښې قربانى کوى او ورور مې حُکم راکړو چې هلته موجود شه. کۀ تۀ زما نه خوشحال يې نو ما پرېږده چې زما خپلوان وګورم. نو دا وجه ده چې هغه ستا په دسترخوان باندې په خپل ځائ باندې نشته.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 20:29
4 Iomraidhean Croise  

سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې.


د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“


يونتن جواب ورکړو، ”هغۀ ما ته سوال وکړو چې هغه پرېږدم چې بيت‌لحم ته لاړ شى.


ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بې‌وفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بې‌عزتى کوې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan