23 د هغې دپاره چې مونږ د يو بل سره وعده کړې ده، نو مالِک خُدائ دې وکړى چې دا وعده مونږ د همېشه دپاره پوره کوُو.“
نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“
لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو.
لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لوڼو سره بد سلوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مونږ ګورى.
د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.
نو داؤد په پټو کښې پټ شو. او د نوې مياشتې په اختر باندې ساؤل بادشاه روټۍ له راغلو.
بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.