اول سموئيل 20:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى. Faic an caibideil |