20 بيا به زۀ هغه ګټ په درېو غشو باندې وولم چې دا ګنې نښه ده.
سبا نه بل سبا هغه ځائ ته لاړ شه چرته چې تۀ مخکښې پټ شوے وې او د ګټ سره اِنتظار وکړه.
بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى.
او هغۀ ته يې ووئيل، ”منډه کړه او چې زۀ کوم غشى ولم نو هغه لټوه.“ هلک منډه کړه او يونتن د هغۀ نه مخکښې يو غشے وويشتو.