Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 20:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 20:2
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے.


تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې.


د غلو ملګرے په خپله د ځان دشمن وى، هغه دا چې د قسم خوړلو نه وروستو به هم په عدالت کښې دروغ وائى.


خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.


هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“


نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.


ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.


مونږ به بېخى د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى نۀ کوُو او نۀ به د هغۀ نه اوړو چې د نذرانو د سوزېدو او غلې او د قربانو پېش کولو دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو. کومه قربان‌ګاه چې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د حضور خېمې په مخکښې ولاړه ده نو صرف هغه به د دې دپاره استعمالولے شى.“


خلقو ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ به هيڅکله مالِک خُدائ نۀ پرېږدو چې د نورو معبودانو عبادت وکړُو.


خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.


بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“


او يونتن داؤد ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې زمونږ ګواه وى چې سبا يا بل سبا دا وخت به زۀ د خپل پلار نه تپوس وکړم. کۀ د هغۀ اراده ستا دپاره ښۀ وى نو زۀ به تا خبر کړم.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“


يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته فرمائيلى وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan