17 يونتن د داؤد نه يو ځل بيا وعده واخستله چې د هغۀ سره به مينه کوې، ځکه چې يونتن د داؤد سره د خپل ځان په شان مينه کوله.
زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه.
دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى هغوئ سره په قسم خوړلو وعده وکړه چې، ”د خپل ځان په حواله کېدو بابليانو نه مۀ يرېږئ. د هغوئ د خِدمت کولو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، او د بابل د بادشاه خِدمت کوئ او هر څۀ به ستاسو دپاره د خير وى.
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.
کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.
يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.