16 نو زمونږ د يو بل سره وعده دې بيا هم نۀ ماتيږى. کۀ دا ماته شى، نو مالِک خُدائ به تا له سزا درکړى.“
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
خو هغۀ ارمونى او مفيبوست بوتلل، د ساؤل دا دوه زامن چې د آيه د لور رِصفخ نه پېدا شوى وُو، هغۀ د ساؤل د لور ميرب پينځۀ زامن هم بوتلل، چې د برزلى د زوئ ادرعى نه يې پېدا شوى وُو، چې هغه د محوله وو.
جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى هغوئ سره په قسم خوړلو وعده وکړه چې، ”د خپل ځان په حواله کېدو بابليانو نه مۀ يرېږئ. د هغوئ د خِدمت کولو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، او د بابل د بادشاه خِدمت کوئ او هر څۀ به ستاسو دپاره د خير وى.
کله چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته تاسو يوه منښته ومنئ، نو چې کومه وعده مو کړې وى په هغې کښې سستى مۀ کوئ، مالِک خُدائ به ستاسو نه د هغه منښتې تپوس کوى او د دې وعدې نۀ پوره کول ګناه ده.
کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربانګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى.
يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.
بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.
هم دغه وجه ده څۀ چې تاسو زما خِلاف منصوبه جوړَوئ؟ ستاسو نه يو کس هم ما ته ونۀ وئيل چې زما خپل زوئ د داؤد سره اِتحاد کړے دے. هيچا سره زما فکر نشته او نۀ ما ته وائى چې زما خپل سړے يعنې داؤد په دې منصوبه کښې لګيا دے چې زما د وژلو موقع لټوى او زما خپل زوئ د هغۀ ډاډګيرنه کوى.“
هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو.
خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“
دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.
خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکىشوَع.