11 يونتن ورته ووئيل، ”راځه چې پټو ته لاړ شُو.“ نو هغوئ لاړل،
نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“
او يونتن داؤد ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې زمونږ ګواه وى چې سبا يا بل سبا دا وخت به زۀ د خپل پلار نه تپوس وکړم. کۀ د هغۀ اراده ستا دپاره ښۀ وى نو زۀ به تا خبر کړم.