10 نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“
”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو.
يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“
بادشاه د مشرانو سړو مشوره رد کړه او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې،
غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى.
يونتن ورته ووئيل، ”راځه چې پټو ته لاړ شُو.“ نو هغوئ لاړل،
يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“
او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى.
د نابال يو نوکر د نابال ښځې ابىجيل ته ووئيل، ”تۀ خبر يې؟ داؤد د صحرا نه پېغام وړُونکى رالېږلى دى چې زمونږ نېک ته سلام ووائى، خو هغۀ يې بېعزتى وکړه.
دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“