7 هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.
نو هغوئ دواړه دننه لاړل او هغه زلمى پېغمبر د ياهُو سر د زيتُونو په تېلو غوړ کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا اِعلان کوى چې زۀ تا په خپلو خلقو اِسرائيل باندې بادشاه مقرروم.
عزت او دولت ستا نه راځى، تۀ په خپل طاقت او قوت سره په هر څۀ حکومت کوې، او تۀ کولے شې چې هر څوک لوئ او طاقتور کړې.
حزقياه بادشاه ډېر مالداره شو او هر چا به د هغۀ عزت کولو. هغۀ د خپلو سرو زرو، سپينو زرو، قيمتى کاڼو، مصالحو، ډالونو او د نورو قيمتى څيزونو دپاره ګودامونه جوړ کړى وُو.
د دې هر څۀ نه علاوه، خُدائ پاک هغۀ له ګډې او څاروى ورکړى وُو او نور دولت يې دومره ډېر ورکړے وو چې هغۀ ډېر ښارونه جوړ کړل.
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“
ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه.
چې څوک غريب وى نو خُدائ پاک يې مالداره کړى، او چې څوک غمژن وى نو خوشحالى ورکړى.
ستا د قهر او لوئ غضب په وجه، نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.
خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.
د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده، چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده، هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.
مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
مالِک خُدائ ادوميانو ته فرمائى چې، اوس به زۀ تا د نورو قومونو په مينځ کښې کمزورے کړم. او ټول به تا ته په سپکه سترګه ګورى.
په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“
خپل ځان د مالِک په وړاندې عاجز کړئ او هغه به تاسو له عزت درکړى.