34 کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.
او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربانګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“
او اخياه د يربعام ښځې ته وفرمائيل، ”اوس واپس کور ته لاړه شه. چې څنګه تۀ ښار ته ورننوځې نو ستا زوئ به مړ شى.
او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“
کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے.
خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.
تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم.
د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.
هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو.“
هغې په ماشوم باندې يکبود نوم کېښودو او وې وئيل چې، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے.“ دا ځکه چې د لوظ صندوق قبضه شوے وو او د هغې سخر او خاوند مړۀ شوى وُو.
هغې ووئيل، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے، ځکه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے.“