32 تۀ به په تکليف کړے شې او هغه ټولو برکتونو ته به د ارمان سره ګورې چې زۀ يې نورو بنى اِسرائيلو له ورکوم، خو ستا په خاندان کښې به هيڅ څوک هم تر بوډاتوب پورې ژوندے نۀ وى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”يو ځل بيا به زاړۀ سړى او ښځې د يروشلم په کوڅو کښې کښېنى، هر يو سره به د بوډاتوب په وجه په لاس کښې کونټۍ وى.
خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.
د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.
هغې ووئيل، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے، ځکه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے.“
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.