Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:28
26 Iomraidhean Croise  

ناتن داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ هغه سړے يې. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ما تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړې او د ساؤل نه مې بچ کړې.


داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.


خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.


هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى.


چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


اِمامان به هغه پاتې شوې برخه وخورى. د دې نه به پتيره روټۍ پخه کړے شى او په مقدس ځائ کښې، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په دربار کښې به وخوړلے شى. دا مالِک خُدائ اِمامانو له په سوزېدونکې نذرانه کښې د هغوئ د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه د نذرانې او د ګناه د تاوان د نذرانې په شان ډېره مقدسه ده.


د ځناور وروستونے ښے پتُون به د يوې برخې په توګه اِمام ته ورکولے شى،


مالِک خُدائ په هغه ورځ چې کله هغوئ په تېلو سره مسح کړل حکم ورکړے وو چې بنى اِسرائيل به دا برخه همېشه اِمامانو له ورکوى.


او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.


کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“


د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.


په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan