Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:27
14 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيت‌ايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربان‌ګاه سره ولاړ وو.


بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل.


مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،


مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى،


بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو.


دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.


خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.


ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.


بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو.


نو هغۀ د هغوئ دپاره يو پېغمبر راولېږلو او هغۀ وفرمائيل، ”ما مالِک خُدائ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلئ.


تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم.


هغوئ د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې او سليسه په علاقه کښې وګرځېدل، خو پېدا يې نۀ کړل، هغوئ د سعليم په علاقه کښې ورپسې وګرځېدل، خو خرونه هلته هم نۀ وو. بيا هغوئ د بنيامين په علاقه کښې وګرځېدل، خو بيا يې هم ونۀ موندل.


نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan