Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په حقله اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې خدمت کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:22
10 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول.


بضلى‌اېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.


د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.


نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو دا کارونه ولې کوئ؟ تاسو چې کوم بد کوئ هر سړے د هغې په حقله ما ته وائى.


ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول.


کله چې سموئيل بوډا شو، هغۀ خپل زامن د بنى اِسرائيلو قاضيان جوړ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan