Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 مالِک خُدائ حنه له برکت ورکړو او د هغې نور درې زامن او دوه لوڼه پېدا شوې. سموئيل هلک د مالِک خُدائ په خِدمت کښې لوئ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:21
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه.


د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.


نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.


”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل.


څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.


نو دغه ماشوم لوئېدو، قوت او حکمت يې موندلو او د خُدائ پاک فضل ورسره وو.


او د عيسىٰ حِکمت او ونه لوئېدل او د خُدائ پاک او د بنى آدمو په نظر کښې يې قبوليت وموندو.


نو د هغۀ د ښځې يو زوئ وشو او سمسون نوم يې ورباندې کېښودو. هغه ماشوم لوئېدو او مالِک خُدائ برکت ورکړو.


سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.


چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan