Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې فرمائيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:20
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى.


آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.


بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى


مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“


مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيت‌لحم کښې مشهور شې.


حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan