Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:18
9 Iomraidhean Croise  

داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.


داؤد د مهينې لټې نه جوړه شوې چُوغه اغوستې وه او موسيقارانو، د هغوئ مشر کنعنياه او هغه ليويانو هم د مهينې لټې چُوغې اغوستې وې چا چې صندوق وړلو. داؤد د لټې پېش بند هم اغوستے وو.


هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو.


د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.


بيا القنه واپس په راما کښې کور ته لاړو، خو سموئيل په سيلا کښې پاتې شو او د عيلى اِمام د مشرۍ لاندې يې د مالِک خُدائ خِدمت کولو.


ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.


نو ساؤل دوئيګ ته ووئيل، ”تۀ هغوئ ووژنه.“ او دوئيګ هغوئ ټول ووژل. په هغه ورځ باندې هغۀ پينځۀ اتيا اِمامان ووژل کوم چې د پېش بند د وړلو حقدار وُو.


په هغه ورځو کښې، کله چې سموئيل هلک د عيلى د لارښودنې لاندې د مالِک خُدائ خِدمت کولو، د مالِک خُدائ وحى نازلېدل کم شوى وُو او د هغۀ پېغام څرګندېدل بلکل کم شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan