Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ورننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره سيلا ښار ته راغلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 2:14
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.


د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده او ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى او اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې به اِسرائيليان په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اِمامانو له ورکوى.


تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په حقله وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو،


د دې نه علاوه، وازګه به هم لا نۀ وه لرې کړے شوې او نۀ به سوزولے شوې وه چې د اِمام نوکر به راغلو او چې چا به نذرانه پېش کوله نو هغۀ ته به يې وئيل، ”ما له لږه غوښه راکړه چې اِمام له يې وريته کړم، هغه به ستاسو پخه شوې غوښه نۀ قبلوى، صِرف کچه غوښه قبلوى.“


نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan