13 او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په حقله وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو،
هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې اِمامان د ګناه د تاوان نذرانې او د ګناه نذرانې او د غلې نذرانې پخوى، ترڅو بهرنى دربار ته د مقدسو څيزونو د راوړلو نه منع شى هسې نه چې خلق مقدسو څيزونو له لاس وروړى او خپل ژوند په خطره کښې واچوى.“
هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ورننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره سيلا ښار ته راغلى وُو.
عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په حقله اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې خدمت کولو.
نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟