6 نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.
چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. او د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وى.
کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.
زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.
کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بېګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“
نو يونتن داؤد راوغوښتو او هر څۀ يې ورته ووئيل، بيا يې هغه ساؤل له بوتلو او داؤد د مخکښې په شان په دربار کښې خِدمت کولو.
بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“