3 چې په کوم پټى کښې تۀ پټ يې نو زۀ به هلته لاړ شم او د خپل پلار سره به ودرېږم او زۀ به د هغۀ سره ستا په حقله خبره وکړم. کۀ ما ته د څۀ پته ولګى نو زۀ به تا خبر کړم.“
دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.
نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه.
خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو.
يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“