21 کله چې ساؤل د دې نه خبر شو، نو هغۀ نور پېغام وړُونکى ورولېږل او هغوئ هم پېشګوئې ورکوله. هغۀ په درېم ځل پېغام وړُونکى ولېږل او بيا د هغوئ سره هم هغه شان وشول.
کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى.
ولې د ايتهوپيا يو سړے د خپلې څرمنې رنګ بدلولے شى؟ يا يو پړانګ د ځان نه خالونه لرې کولے شى څۀ؟ نه کله هم نه، هم دغه رنګ تۀ په بدو عملونو دومره عادت شوے يې چې تۀ کله هم نېک کارونه نۀ شې کولے.
د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.
نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل.
بيا هغه په خپله راما ته روان شو. کله چې هغه په سيکو کښې لوئ کوهى ته راغلو او هغۀ تپوس وکړو چې سموئيل او داؤد چرته دى نو ورته ووئيلے شول چې هغوئ په نَيوت کښې دى.