Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 19:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 19:17
10 Iomraidhean Croise  

د ابى‌سلوم آفسران هغه کور ته راغلل او د هغه ښځې نه يې تپوس وکړو، ”اخيمعض او يونتن چرته دى؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغوئ د سيند نه پورې وتى دى.“ هغه سړو هغوئ ولټول خو پېدا يې نۀ کړل، نو هغوئ يروشلم ته راواپس شول.


ابنير يو ځل بيا هغۀ ته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. تۀ ما دې ته ولې مجبوروې چې ودې وژنم؟ زۀ به ستا ورور يوآب ته څنګه مخامخ کېږم؟“


کله چې اخى‌اب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى.


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟


کله چې د ساؤل سړى د داؤد په بوتلو پسې راغلل، نو ميکل هغوئ ته ووئيل چې هغه بيمار دے.


هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې.


د هغۀ سره نزدې چې کوم د هغۀ محافظان ولاړ وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ اِمامان ووژنئ. هغوئ د داؤد سره سازش وکړو او ما ته يې ونۀ وئيل چې هغه تښتېدلے دے، اګر چې دې ټولو ته پته ده.“ خو د هغۀ حِفاظت کوونکو د مالِک خُدائ د اِمامانو د وژلو دپاره په هغوئ باندې لاس اوچتولو نه اِنکار وکړو.


کله چې ښځې سموئيل وليدو نو هغې چغه کړه او ساؤل ته يې ووئيل، ”تا زۀ ولې دوکه کړم؟ تۀ ساؤل بادشاه يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan