16 هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې.
بيا هغې د کور هغه بُت واخستو، په کټ کښې يې واچولو، د دې په سر يې د چېلو وړۍ واچولې او په يوه کپړه باندې يې پټ کړو.
خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“
ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“