15 خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“
زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.
بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.
د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى.
کله چې د ساؤل سړى د داؤد په بوتلو پسې راغلل، نو ميکل هغوئ ته ووئيل چې هغه بيمار دے.
هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې.
نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.