12 هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو.
د ابىسلوم آفسران هغه کور ته راغلل او د هغه ښځې نه يې تپوس وکړو، ”اخيمعض او يونتن چرته دى؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغوئ د سيند نه پورې وتى دى.“ هغه سړو هغوئ ولټول خو پېدا يې نۀ کړل، نو هغوئ يروشلم ته راواپس شول.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
راحب چې په کوم کور کښې اوسېده د هغې دېوال د ښار د دېوال سره لګېدلے وو. نو هغې د کړکۍ نه د رسۍ په ذريعه سړى ښکته کوز کړل.
يونتن، اِسوى او مُلکىشوَع د ساؤل زامن وُو. د هغۀ د مشرې لور ميرب او د کشرې ميکل نوم وو.