10 ساؤل کوشش وکړو چې داؤد د نېزې په سر باندې د دېوال سره ونښلوى، خو داؤد د هغه ځائ نه ټوپ کړل او نېزه په دېوال کښې ونښتله. په هغه شپه داؤد منډه کړه او وتښتېدو.
مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو، او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.
بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه، چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
خو هغه د هغوئ د مينځ نه ووتو او لاړو.
نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.
د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.
په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه.
ساؤل د ځان سره ووئيل، ”زۀ به هغه د دېوال سره ونښلوم او هغۀ دوه ځلې نېزه ورګزار کړه، خو داؤد هر ځل ځان بچ کولو.“
نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.
او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى.