Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 19:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 19:1
10 Iomraidhean Croise  

هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه.


هغوئ د هغۀ سر په حبرون کښې داؤد بادشاه ته پېش کړو او ورته يې ووئيل، ”ستا د دشمن د ساؤل زوئ اشبوست سر دا دے، چا چې ستا د وژلو کوشش کړے وو. بادشاه سلامت، نن مالِک خُدائ تۀ پرېښے يې چې د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بدل واخلې.“


کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.


او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)


يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.


ساؤل په دې خفه شو او سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”هغوئ د داؤد دپاره د لسو زرګونو دعوىٰ کړې ده، خو زما دپاره صِرف د زرګونو دعوىٰ، هغوئ به بيا داؤد بادشاه کړى.“


نو د هغه ورځې نه هغۀ داؤد ته د شک په نظر کتل شروع کړل.


نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه.


بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“


سبا نه بل سبا هغه ځائ ته لاړ شه چرته چې تۀ مخکښې پټ شوے وې او د ګټ سره اِنتظار وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan