3 يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.
خو د مالِک خُدائ په نوم د هغه قسم په وجه چې هغۀ او يونتن د يو بل سره کړے وو، داؤد مفيبوست ژوندے پرېښودو، مفيبوست د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ وو.
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو،
کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.
بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.
هم دغه وجه ده څۀ چې تاسو زما خِلاف منصوبه جوړَوئ؟ ستاسو نه يو کس هم ما ته ونۀ وئيل چې زما خپل زوئ د داؤد سره اِتحاد کړے دے. هيچا سره زما فکر نشته او نۀ ما ته وائى چې زما خپل سړے يعنې داؤد په دې منصوبه کښې لګيا دے چې زما د وژلو موقع لټوى او زما خپل زوئ د هغۀ ډاډګيرنه کوى.“
هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو.