Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 18:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نو هغوئ داؤد ته ووئيل او هغۀ جواب ورکړو، ”د بادشاه زوم جوړېدل دا يوه لويه د عزت خبره ده، دا زما په شان غريب او کمزورى کس دپاره ډېره لويه خبره ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 18:23
12 Iomraidhean Croise  

نو يعقوب د راحيل دپاره اووۀ کاله خِدمت وکړو او هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله.


ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“


کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه


غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى.


څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.


تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.


داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم او زما د خاندان څۀ حيثيت دے چې زۀ د بادشاه زوم جوړ شم؟“


هغۀ خپلو آفسرانو ته حُکم وکړو چې د داؤد سره په پرده کښې خبرې وکړى او ورته ووائى، ”بادشاه ستا نه خوشحاله دے او د هغۀ ټول آفسران تا خوښوى، دا ستا دپاره يو ښۀ وخت دے چې د هغۀ لور وادۀ کړې.“


چې داؤد څۀ فرمائيلى وُو آفسرانو هغه ساؤل ته ووئيل،


ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د بنيامين د قبيلې يم، کومه چې د بنى اِسرائيلو د ټولو نه وړه قبيله وه او په قبيله کښې زما د خاندان اهميت د ټولو نه کم دے. نو بيا، تۀ زما سره داسې خبرې ولې کوې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan