21 هغۀ د ځان سره ووئيل، ”زۀ به ميکل داؤد له ورکړم، زۀ هغۀ له دا د دې دپاره ورکوم چې د هغۀ دپاره يو دام جوړ شى او فلستيان يې ووژنى.“ نو ساؤل په دوېم ځل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به زما زوم شې.“
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“
څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.
زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.
د هغوئ ژبې لکه د زهريله غشو په شان دى، او هغوئ همېشه دروغ وائى. او هغوئ په خولۀ د خپل ګاونډى سره خوږه لهجه کوى، خو په حقيقت کښې د هغوئ دپاره بدې منصوبې جوړوى.“
بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.
هغۀ خپلو آفسرانو ته حُکم وکړو چې د داؤد سره په پرده کښې خبرې وکړى او ورته ووائى، ”بادشاه ستا نه خوشحاله دے او د هغۀ ټول آفسران تا خوښوى، دا ستا دپاره يو ښۀ وخت دے چې د هغۀ لور وادۀ کړې.“
د ساؤل آفسرانو داؤد ته هغه څۀ ووئيل چې څۀ ساؤل فرمائيلى وُو او داؤد په دې خوشحاله وو چې د بادشاه زوم به جوړ شى. د وادۀ د ورځې مقررېدو نه مخکښې،