16 خو په اِسرائيل او يهوداه کښې هر يو کس د داؤد سره مينه کوله ځکه چې هغه يو ښۀ مشر وو.
په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“
مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.
مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.
او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“
خو هغوئ په دې کښې بېوسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.
د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
نو ساؤل هغه د ځان نه لرې کړو او د زرو سړو مشر يې جوړ کړو. داؤد په جنګ کښې د سړو مشرى کوله
ساؤل د داؤد کاميابى وليده او نور هم ترې ويرېدو.
ساؤل به چې داؤد په هر کار پسې هم ولېږلو، نو هغه به يې په ښۀ طريقه سر ته رسولو. نو ساؤل هغه په خپل لښکر کښې آفسر جوړ کړو. په دې باندې د ساؤل ټول آفسران او سړى خوشحاله شول.