13 نو ساؤل هغه د ځان نه لرې کړو او د زرو سړو مشر يې جوړ کړو. داؤد په جنګ کښې د سړو مشرى کوله
په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)
نو هغۀ خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”د بنيامين سړو غوږ ونيسئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې داؤد به تاسو ټولو له پټى او د انګورو باغونه درکړى؟ او د خپل لښکر آفسران به مو جوړ کړى؟
هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى.