Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:58 - Pakistani Yousafzai Pashto

58 ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”زلميه، تۀ د چا زوئ يې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د بيت‌لحم نه ستا د خِدمت کوونکى يَسى زوئ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:58
5 Iomraidhean Croise  

يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيت‌لحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيت‌لحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو.


خو کۀ ستا پلار ته پته ولګى چې زۀ موجود نۀ يم، نو هغۀ ته ووايه چې ما ستا نه اجازت وغوښتو چې زر زر په بيت‌لحم کښې کور ته لاړ شم، ځکه چې زما د ټولې خاندان دپاره دا د کلنى قربانۍ وخت دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan