Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:53 - Pakistani Yousafzai Pashto

53 کله چې بنى اِسرائيل په فلستيانو پسې نور نۀ تلل او ترې نه راواپس شول، نو د هغوئ خېمې يې لوټ کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:53
7 Iomraidhean Croise  

خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلى‌عزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې.


خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.


د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.


د اِسرائيل او يهوداه سړو چغې وهلې او په هغوئ پسې يې منډې وهلې، د جات او عقرون د دروازو پورې ورپسې وُو. فلستى زخميان تر جات او عقرون پورې په هغه لاره غورزېدل چې کومه شعريم ته ځى.


داؤد د جوليت سر واخستو او يروشلم ته يې يوړو، خو هغۀ د جوليت وسله په خپله خېمه کښې کېښوده.


کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan