52 د اِسرائيل او يهوداه سړو چغې وهلې او په هغوئ پسې يې منډې وهلې، د جات او عقرون د دروازو پورې ورپسې وُو. فلستى زخميان تر جات او عقرون پورې په هغه لاره غورزېدل چې کومه شعريم ته ځى.
خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلىعزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې.
اخىاب بادشاه راووتلو، په آسونو او جنګى ګاډو باندې يې حمله وکړه او شاميانو له يې يو مضبوط شکست ورکړو.
سرحد بيا د عقرون شمالى طرف ته غرۀ ته تلے وو، د سکرون طرف ته تاو وو، د بعله غر نه تېر وو او يبنىاېل ته تلے وو. دا د مديترانى د سمندر سره ختم وو،
بيا د نفتالى او آشر قبيلو او د منسى د دواړو برخو نه سړى راوغوښتلے شول او هغوئ په ميديانيانو پسې لاړل.
کله چې بنى اِسرائيل په فلستيانو پسې نور نۀ تلل او ترې نه راواپس شول، نو د هغوئ خېمې يې لوټ کړې.
نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى.“
نو هغوئ پېغام وړُونکى ولېږل او فلستى پينځۀ واړه بادشاهان يې راغونډ کړل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق سره مو څۀ چل وکړُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”دا جات ته يوسئ.“ نو هغوئ دا د فلستى بل ښار جات ته يوړو.