49 هغۀ خپلې بوجۍ ته لاس وردننه کړو او يو کاڼے يې ترې نه راوويستو، په لينده يې جوليت په سر باندې وويشتو. کاڼے د هغۀ په تندى کښې وردننه شو او هغه پړمخې په زمکه راپرېوتو.
خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخىاب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخىاب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“
ياهُو خپله لينده راوويسته او پوره يې راښکله او د يورام د ولو مينځ يې په غشى وويشتو او د هغۀ زړۀ يې سورے کړو. يورام په خپله جنګى ګاډۍ کښې مړ پرېوتو،
جوليت د داؤد طرف ته يو ځل بيا روان شو او داؤد زر زر د فلستيانو د جنګ صفونو ته ورمنډه کړه چې د هغۀ سره مِلاو شى.
نو داسې داؤد بغېر د تُورې نه، د يوې ليندې او يو کاڼى سره جوليت له شکست ورکړو او وې وژلو.
کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بېګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“