48 جوليت د داؤد طرف ته يو ځل بيا روان شو او داؤد زر زر د فلستيانو د جنګ صفونو ته ورمنډه کړه چې د هغۀ سره مِلاو شى.
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم.
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.
هغۀ خپلې بوجۍ ته لاس وردننه کړو او يو کاڼے يې ترې نه راوويستو، په لينده يې جوليت په سر باندې وويشتو. کاڼے د هغۀ په تندى کښې وردننه شو او هغه پړمخې په زمکه راپرېوتو.