45 داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.
آسا د هغۀ سره د جنګ دپاره لاړو او د مريسه سره نزدې د صفاته په مېدان کښې يې دواړو طرفونو ته د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.
د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه.
زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے، چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
زۀ په خپله لينده باندې يقين نۀ ساتم، نۀ په خپله تُوره د خلاصون يقين ساتم.
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.
تا چا پورې خندا وکړه او د چا بېعزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.
خو ما ته ستا د هر څۀ پته ده، چې څۀ کوې او چرته ځې راځې. ما ته پته ده چې تۀ زما خِلاف څومره غضبناک يې.
ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“
داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بېعزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“
ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.
د هغۀ پتُونونه هم د زېړو په زغره باندې پټ وُو او د زېړو نېزه د هغۀ په اوږه باندې ځوړنده وه.