Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 هغۀ داؤد ته ووئيل، ”راشه. چې زۀ ستا غوښه مارغانو او ځنګلى ځناورو له ورکړم چې وې خورى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:44
12 Iomraidhean Croise  

بيا د ساؤل بله ښځه د آيه لور رِصفخ د ټاټ کپړه واخستله چې د ځان دپاره په هغه ګټ باندې څپر جوړ کړى چرته چې مړى پراتۀ وُو او د لَو د شروع کېدو نه واخله د خزان بارانونو د شروع کېدو پورې هغه هلته ايساره شوه. د ورځې به هغې د مړو نه مارغان شړل او د شپې به يې دا د ځنګلى ځناورو نه بچ کول.


د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.


نو زۀ به مو خپلو دشمنانو ته حواله کړم څوک چې ستاسو مرګ پسې ګرځى. ستاسو د مړو لاشونه به د هوا د مارغانو او د ګيدړانو خوراک کړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“


”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.


بيا ما يوه فرښته په نمر کښې ولاړه وليده او هغې بره په آسمان کښې الوتونکو مارغانو ته چغې کړې چې، ”راشئ او د خُدائ پاک په لويه مېلمستيا کښې راجمع شئ.


بيا هغوئ يونتن او هغه زلمى ته د کېمپ نه چغې وهلې چې، ”بره راوخېژئ، مونږ به تاسو ته چل وښايُو.“ يونتن زلمى ته ووئيل، ”ما پسې راځه. مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دوئ باندې فتح ورکړې ده.“


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan