42 او کله چې هغه داؤد له ښۀ ورنزدې شو، نو هغۀ پورې ورله خندا ورغله ځکه چې هغه سور سپين او ښائسته هلک وو.
هغۀ حُکم وکړو، ”کۀ هغوئ د جنګ يا د صُلحې دپاره راروان وى نو ژوندى يې ونيسئ.“
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
نو يَسى هغه راوغوښتو. هغه يو ښائسته او سور سپين زلمے وو او ښائسته سترګې يې لرلې. مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”هم دغه يو دے، سر يې په تېلو غوړ کړه.“
ساؤل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به د هغۀ سره څنګه وجنګېږې؟ ځکه چې تۀ هلک يې او هغه د ټول عُمر فوجى دے.“
هغه فلستىے د داؤد طرف ته روان شو، د هغۀ ډال وړونکے د هغۀ نه مخکښې روان وو. هغه نور هم ورنزدې کېدو،