40 هغۀ په لاس کښې خپله امسا واخستله او بيا د ولې پينځۀ هوار کاڼى يې خوښ کړل او په خپله بوجۍ کښې يې واچول. لينده يې په لاس کښې وه او هغه فلستى له ورَغلو.
د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.
ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.
داؤد د ساؤل تُوره په خپلې زغرې پورې وتړله او د روانېدو کوشش يې وکړو، خو هغه نۀ شو تلے، ځکه چې هغۀ دا څيزونه نۀ اغوستل. هغۀ ساؤل ته وفرمائيل، ”د دې څيزونو سره زۀ جنګ نۀ شم کولے. زۀ د دې سره عادت نۀ يم.“ نو هغه يې لرې کړل.
هغه فلستىے د داؤد طرف ته روان شو، د هغۀ ډال وړونکے د هغۀ نه مخکښې روان وو. هغه نور هم ورنزدې کېدو،