4 بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.
هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.
خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.
کله چې هغۀ د هغوئ سره خبرې کولې، نو هغه فلستىے پهلوان جوليت چې د جات وو، د فلستى لښکر نه راووتلو او د مخکښې په شان يې خپله جنګى چغه يې ووهله او دا چغه داؤد واورېدله.
فلستيان په يو غر باندې ودرېدل او بنى اِسرائيليان په بل غر باندې ورته مخامخ ودرېدل، چې د دوئ په مينځ کښې وادى وه.
د هغۀ په سر د زېړو جنګى ټوپۍ وه او د زېړو فوجى زغره يې اغوستې وه چې درې کم شپېتۀ کېلو وه.
کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل.