Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 داؤد د ساؤل تُوره په خپلې زغرې پورې وتړله او د روانېدو کوشش يې وکړو، خو هغه نۀ شو تلے، ځکه چې هغۀ دا څيزونه نۀ اغوستل. هغۀ ساؤل ته وفرمائيل، ”د دې څيزونو سره زۀ جنګ نۀ شم کولے. زۀ د دې سره عادت نۀ يم.“ نو هغه يې لرې کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:39
5 Iomraidhean Croise  

خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بيا ساؤل داؤد له خپل جنګى لِباس ورکړو، د زېړو جنګى ټوپۍ، کومه يې چې د داؤد په سر کېښوده او يوه زغره يې هم ورکړه.


هغۀ په لاس کښې خپله امسا واخستله او بيا د ولې پينځۀ هوار کاڼى يې خوښ کړل او په خپله بوجۍ کښې يې واچول. لينده يې په لاس کښې وه او هغه فلستى له ورَغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan