38 بيا ساؤل داؤد له خپل جنګى لِباس ورکړو، د زېړو جنګى ټوپۍ، کومه يې چې د داؤد په سر کېښوده او يوه زغره يې هم ورکړه.
خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.
مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“
داؤد د ساؤل تُوره په خپلې زغرې پورې وتړله او د روانېدو کوشش يې وکړو، خو هغه نۀ شو تلے، ځکه چې هغۀ دا څيزونه نۀ اغوستل. هغۀ ساؤل ته وفرمائيل، ”د دې څيزونو سره زۀ جنګ نۀ شم کولے. زۀ د دې سره عادت نۀ يم.“ نو هغه يې لرې کړل.
هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه.