37 مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“
تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى.“
داؤد خپله خبره جارى وساتله، ”نو زما زويه، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا مل شى او هغه دې خپله وعده پوره کړى چې تا د هغۀ دپاره په کور جوړولو کښې کامياب کړى.
لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.
ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،
اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى، او هغه به مونږ ستا د لاسونو نه بچ کړى.
مونږ به ستا په خبره عمل کوُو لکه څنګه مو چې همېشه د موسىٰ خبره منلې ده. او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا هغه شان مل وى لکه څنګه چې هغه د موسىٰ مل وو.
په دې کښې بوعز په خپله د بيتلحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“
ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.
بيا ساؤل داؤد له خپل جنګى لِباس ورکړو، د زېړو جنګى ټوپۍ، کومه يې چې د داؤد په سر کېښوده او يوه زغره يې هم ورکړه.
خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو.
يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى.
ساؤل داؤد ته ووئيل، ”زما زويه، خُدائ پاک دې تا له برکت درکړى. تۀ به په هر کار کښې کامياب يې.“ نو داؤد په خپله مخه لاړو او ساؤل کور ته واپس شو.
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.