Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 نو زۀ ورپسې ځم، حمله پرې کوم او د هغۀ د خولې نه يې بچ کوم او کۀ هغه ځناور په ما باندې حمله کوى نو د ژامنې نه يې ونيسم، وې وهم او وې وژنم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:35
9 Iomraidhean Croise  

د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.


تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.


زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“


مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“


خو داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”ستا خِدمت کوونکے د خپل پلار د ګډو خيال ساتى. کله هم چې يو زمرے يا مېلو د رَمې نه يو ګډُورے وتښتوى،


ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan