33 ساؤل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به د هغۀ سره څنګه وجنګېږې؟ ځکه چې تۀ هلک يې او هغه د ټول عُمر فوجى دے.“
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“
هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.
هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغې خپل اختيار بلا ته ورکړو، هغوئ د بلا عبادت هم وکړو او دا يې ووئيل چې، ”څوک د دې بلا په شان زورَوره ده، او څوک د دې خلاف جنګ کولے شى؟“
خو داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”ستا خِدمت کوونکے د خپل پلار د ګډو خيال ساتى. کله هم چې يو زمرے يا مېلو د رَمې نه يو ګډُورے وتښتوى،
او کله چې هغه داؤد له ښۀ ورنزدې شو، نو هغۀ پورې ورله خندا ورغله ځکه چې هغه سور سپين او ښائسته هلک وو.
نو ساؤل حُکم ورکړو، ”لاړ شه او معلوم يې کړه.“