27 نو هغوئ ورته ووئيل چې څوک جوليت ووژنى نو د هغۀ دپاره به دا اِنعام وى.
هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“
هغه د هغۀ نه يو بل سړى ته راوګرځېدو او هم دغه تپوس يې ترې نه وکړو او چې هر ځل يې کولو، نو هم دغه جواب ورته مِلاوېدو.